IQNA

کریسټیانو رونالډو دفټبال دنړیوال  جام له قاري سره ولیدل

15:37 - January 07, 2023
د خبر لمبر: 3486717
ایکنا-(تهران)د پرتګال دفټ بال ملی لوبډلې کیپټن کریسټیانو رونالډو چې یو نړیوال اتل  هم دی او په همداوروستیو کې  دعربستان له النصر فټبال کلب سره یو ځاي شوی دی،د فټبال  دقطرنړیوال جام له قاری غانم المفتاح سره  لیدنه و کړه.

ایکناخبری آژانس د النهار له قوله راپور راکړ،دجمعې په مازدیګرپه عربستان کې له ؛الطائي؛سره د النصر فټبال کلب  د لوبې په څنډې کې  غانم المفتا له رونالډو سره د لیدو په وخت یو شمیر عکسونه هم واخستل او دغه عکسونه بیا په ټولنیزو چینلونو کې خپرۀ شوي دي.

د قرآن دغه  پرکوَټ قاري  چې د قطر د فټبال نړیوال جام پرانیستونکو دستورو کې ئې  دقرآن کریم تلاؤت وکړ،له النصر اوالطائی  سره  د لوبې په پاي کې ئې  له رونالډو سره ولیدل  او ورسره عکسونه واخستل او رونالډ ورسره روغ بړ وکړ.

غانم المفتاح د قطر دسولې اوسلامتیا سفیر هم شمیرل کیږي او  په ټولنیزو چینلونو کې  له رونالډو سره دعکسونو ډير هرکلی شوی دی.

دیدار کریستین رونالدو با قاری جام جهانی

  https://iqna.ir/fa/news/4112682/%

captcha